استنبول 14 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او ترکيه ترمينځه د پي ټي وي او ترکيه سرکاري ټي وي چينل ”ټي آر ټي“ شريك نشرياتو پشمول د ارطغرل غازي په شان ترکش ډرامے پاکستان كښې ښودلو ،د اطلاعات وزارت او ترکيه ډائريکټوريټ آف کميونيکيشنز ترمينځه ورکنګ ډلي جوړولو او د دواړژ هېوادونو څخه فوکل پرسن نامزد کولو ته سلا راغلې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر عطاءالله تارړ څوك چې دا مهال د ترکيه په سرکاري دوره دے،د تركيه صدارتي هيډ آف کميونيکيشنز پروفيسر فحرتين التون سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د ميډيا په څانګه كښې مرسته قوي كولو،اولسي سفارت کارۍ ته وده وركولو، اسلاموفوبيا او مس ??نفارمېشن خاتمے، ميډيا پلاويو تګ راتګ او شريك پروډکشنز جوړولو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وز??ر ووئيل پاکستان او ترکيه خپلو كښې تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري،د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګه كښې د مرستي پراخه امکانا?? شته،د ميډيا په مرسته به د دواړو هېوادونو د په اولسي كچه رابطي لا زياتي شي۔ ملاقات كښې د تفريح او سياحت په څانګه كښې په مرسته او په شريكو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وز??ر ووئيل پاکستان او ترکيې ترمينځه شريك پروډکشنز جوړولو سره به دواړو هېوادونو كلتورونو په خپلو كښې تبادله وشي۔ده ووئيل مونږ له به خپل نوي نسلونو له د پاکستان او ترکيې ترمينځه تاريخي اړيكو څخه خبرتيا وركول وي۔ وفاقي وز??ر پروفيسر فحرتين التون له د پاکستان دورې كولو بلنه وركړه۔ پروفيسر فحرتين التون په پاکستان كښې د ميډيا په پرمختګ كښې خوښي ولرله ۔ ده ووئيل د ترکيې ډرامه ارطغرل غازي په پاکستان كښې لوئ مقبوليت ترلاسه كړې۔ ده ووئيل د پاکستان فنکار او موسيقار په تركيه كښې وګړي زيات خوښوي ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په مرسته به اسلامو فوبيا او مس ??نفارمېشن په ضد جنګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وز??ر عطاءالله تارړ د ترکيه په ميډيا د کشمير په اړه په کوريج د پروفيسر فحرتين التون مننه وكړه۔
Nguồn bài viết : Trận gà chọi hay